Here you can find every kind of pashto poetry

Banner 468

Facebook
RSS

Pashto tow line brave poetry sms


زما په دروازو کښې سرټیټي ته حاجت نشته
زه دنګي دروازي ساتم اوښان ساتمه پیره
Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry
[ Read More ]

Asma ikhlas pashto poetry sms spring

تاخو وائل چی ونے گل شی زہ بہ ھلہ درزم۔۔۔۔
اوس خو سپرلے پہ تیریدو دے تہ بہ کلہ رازے۔۔۔؟
سترگہ چی رپی خلق وائی چی جانان بہ رازی۔۔
زما خو زڑہ پہ رپیدو شو تہ بہ کلہ رازے ؟؟؟

Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry
Asma ikhlas pashto poetry sms
[ Read More ]

Asma ikhlas pashto poetry sms


نور به جانان جانان د خپلې شاعرۍ بهر کړم،
نور به صفت د ملاکنډ اؤ د خــــــــيبر کؤمه.

اخلاص
Asma ikhlas pashto poetry 

Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry
[ Read More ]

Niazak Khan pashto poetry weeda shi


ښاغلی نیازک خان
.
بې قراره به ویده شوو
بې له یاره به ویده شوو
.
لا خو شپه په سر پرته ده
په کلاره به ویده شوو
.
ما ته اوږد مزل پروت دی
ځو، په لاره به ویده شوو
.
ستا د ښار په پټپاتونو
ستا لپاره به ویده شوو
.
ساقي تريو تندی نيولی
بې خماره به ویده شوو
.
کوټه سري دې څوکۍ کړي
دا مالداره به ویده شوو
.
بې روزګاره ښار ته راشو
بې روزګاره به ویده شوو
.
هر شپه د زړه له درده
ناکلاره به ویده شوو
.
ستا منمه خو نیازکه
لږ بیداره به ویده شوو
.
.
Niazak Khan pashto poetry sms 
Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry
[ Read More ]

Shah Nawaz baqir sad pashto poetry about death


ستا د امت مسلماني چې پيغمبره ګوري
کافر به نه وايي چې هسې مې اسلام راوړى
Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry
Shah Nawaz baqir poetry
[ Read More ]

Pashto tow line poetry sms


راقیبہ پہ محفل کی اسی نیغ نیغ راتہ مہ کیگہ
تہ بہ اسی گپ لگی مہ بہ تختا کڑی ئی
Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry
[ Read More ]

Hussain Shah bajaur pashto poetry


غزل

ياره د کلي نــــــــه تر ښاره چې تر څو به مرو
داسې بې باکه بـې اختياره چې تر څو به مرو

سمه ده شور نۀ کوؤ جنګ نۀ کوؤ ننګ نۀ کوؤ
ښه نــو تۀ اوايه اوښياره چې تر څو بـــه مرو

ښـــه نو تر کومې تماشې او جنـــــــــازې وکړو
تاســـــو ويستلې کومه لاره چې تر څو به مرو

ښه زۀ ماښام يم زما سترګې لۀ تيارو ډکې دي
ښۀ نو تـــــــه اوايـه سهاره چې تر څو به مرو

د کليمې پــــــۀ نوم  جوړ  شويا  رياسته زما
اے د ژونــــدو خلکو مزاره چې تر څو به مرو
   
حسينه غږ کول هــــــــم لويا غداري ده دلته
تۀ داسې مۀ وايــه غداره چې تر څو به مرو
Hussain Shah bajuar
Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry
[ Read More ]

Yasir Akmal roghani pashto poetry 2019


احسـاس چې د شوګيري دنيـا غړے شي دمه شي
شاعـر چې د تخليق پۀ عمل ستـړے شي دمه شي

دا ژونـد د يـوې داســې دوامـدارې کــړۍ نـوم دے
چې توخم وي مېوه شي او بيا زړے شي دمه شي

يـاســر اکـمــل روغــانـے
Yasir Akmal roghani pashto poetry in written 
Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry
[ Read More ]

Miwand fida poetry

‏د ځان احوال نه ساتم
بس دا مجال نه ساتم

چې پېش امد، خوش امد
ایمان په فال نه ساتم

ژبه منت نه پاکه
لیمو کې سوال نه ساتم

سترګې په سترګو ګنډم
مینځ کې دلال نه ساتم

چې مات شي لا یې هسک کړم
زړه مې پایمال نه ساتم

مېوند فدا
Shaheen gul bagan district kurram 
[ Read More ]

Ismail hasas poetry chapri

عقل دې کار اوکه نظر دې اوشه زر دې اوشه
د پښتنو لښکره سر دې اوشه زر دې اوشه

د پښتون هر کلې ته مینه یوسه زر یې یوسه
د امنیت بازه وزر دې اوشه زر دې اوشه

دا په تا څۀ چې اوشو څنګه اوشو ولې اوشو
اوس هم که نۀ پوهیږې ښکر دې اوشه زر دې اوشه

خلق پښتونه ستا پۀ ننګ راپاڅه اوس راپاڅه
غم دې د سمې اوشه غر دې اوشه زر دې اوشه

حساسه ستا د زړۀ ارمان پوره شه نن پوره شه
رحم پۀ لر دې اوشه بر دې اوشه زر دې اوشه...

Ismail Hasaas
Ismail hasas chapri district kurram 
[ Read More ]

Tow line pashto poetry

‏اې پيره! د صبر تعويذ څنګه شو؟
اې پيره!  آشنا ته دې پړ راوستم!
[ Read More ]

Peer Muhammad karwan poetry mansoor ba garzi

‏وخت به راځي  چي غاښ د زهرو به ښامار نه لري
👇منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري 👇
مارغان دي  راشي زمونږ لپو کي دي ځالي وکړي
❤غر مو نښتر نه لري کلی مو چنار نه لري💘
څڼو ته څنډ ورکړه چي خلک په رڼا پسي مري 
☝د کلي لمر تندر نیولی دی سهار نه لري 👇
پیر محمد کاروان
[ Read More ]

Tow line poetry

آئینه  ځان  ته  راواخله  کـــه  ما  ګوری
زۀ پۀ زلفو کښې ډیر خوند کوم ګلاب یم
[ Read More ]

Bakht zada Danish poetry za ba na liwani kigam

Bakht zada Danish poetry 2019
‏‏زۀ به نۀ لېوَنې کېـږم
چې دَ وخت دا څو غټان چې
دَ غریب پۀ وینو پائي
دَ غریب نه غوَښې اوخوري
دَ غریب نه وینې اوسکي
بیا اِحرام دَ ځانه تاؤ کړي
درشي ستا ښکُلی کَعبې ته
ستا دَ خوږ نبي روضې ته 
هلته تاؤ شي او راتاؤ شي
اؤ پۀ کاڼي شونډې کیدي‏
زۀ به نۀ لېوَنې کېـږم
چار چاپېره ليوَني دي
او زما ورپکښې ژوند دے
دومره ډېره ځان ځاني ده
چې دَ وخت دا ليوَني هم
دَ خپل ذات تر حده اؤسي
دَ خپل ځان ترحدہ پائي
پۀ دې دومره لوي جهان کښې
يک تنها چې زۀ اُوسېږم
زۀ به نۀ لېوَنې کېـږم
[ Read More ]

Sahib Shah sabir poetry da khalqo stargi

Sahib Shah sabir poetry 
‏د ښکلو پہ سینو کښي بي غرضہ زړونہ ګوري
صابر ، بلا وھلي دي پہ ورکو پسي ګرځی
[ Read More ]

Bakht zada Danish poetry kha amm de

‏مړه کفر دی الحاد دی او فتوه ده
دلته مرګ په دي الزام دی او ښه عام دی
د زمزمو ګوټ حلال دی خو نایاب دی
د شرابو ګوټ حرام دی او ښه عام دی
[ Read More ]

Israr atal poetry

که دوباره راغلم کامیاب به یمه
وړومبی ژوندون وو تجربه مې نه وه
#‌‌‌‌‌‌ډاکټراسرارشاعري
[ Read More ]

Pashto poetry about mula

تور بخښي که سپين بخښي که دواړه پريدي سُور بخښي
کار دي پکښي څه دى ؟ ملا نه بخښي منصور بخښي

تا ورسره څه دنيا په نيمه جوړه کړې ده ؟
داسې ورته ناست ئي لکه تا خو به ضرور بخښي !

زور دي پکښي شته ؟ که شيخ ملا جنت ته نه بوځي
رب العالمين دى هډو ځه انيل کپور بخښي !

خداى د چا بنګلو ته او موټر پيسو ته نه ګوري
تا په خيرات نه بخښي غريب په يو انګور بخښي

حسن خداى ورکړې نو د حسن څه عظمت خو وي
دا زما يقين دى چې جانان به په غرور بخښي

تا سره پيسې دي په پيسو خو جنت نه کيږي
اورمه چې خداى لکه زما غوندې مجبور بخښي

خداى ته اوږې تږې په زړو جامو کښې اودريدو
شيخه دا منظر درسره شرط دى چې مزدور بخښي

[ Read More ]

pukhtana poetry

هاېی هایی مانه خو هیر دی چی ته سنګه ره یادیږی را یاد کړه کنه څنګه درنه هیر یمه صاحبه ده زړونو ده ساتلو مرحله ده راته پيښه ده زړونو ماتوولو نه راتیر یمه صاحبه
[ Read More ]

د بټګرام شډل شډل پښتانۀ د هزارې په جرنده دل پښتانۀ دا خو زمونږه شاعري وه ګني زرینه مونږ ته چا وئیل پښتانۀ زرین پریشان
[ Read More ]