Bakht zada Danish poetry 2019 |
چې دَ وخت دا څو غټان چې
دَ غریب پۀ وینو پائي
دَ غریب نه غوَښې اوخوري
دَ غریب نه وینې اوسکي
بیا اِحرام دَ ځانه تاؤ کړي
درشي ستا ښکُلی کَعبې ته
ستا دَ خوږ نبي روضې ته
هلته تاؤ شي او راتاؤ شي
اؤ پۀ کاڼي شونډې کیدي
زۀ به نۀ لېوَنې کېـږم
چار چاپېره ليوَني دي
او زما ورپکښې ژوند دے
دومره ډېره ځان ځاني ده
چې دَ وخت دا ليوَني هم
دَ خپل ذات تر حده اؤسي
دَ خپل ځان ترحدہ پائي
پۀ دې دومره لوي جهان کښې
يک تنها چې زۀ اُوسېږم
زۀ به نۀ لېوَنې کېـږم
Der kha