Here you can find every kind of pashto poetry

Banner 468

Facebook
RSS

Hussain Shah bajaur pashto poetry

-
dddddddddddddddd


غزل

ياره د کلي نــــــــه تر ښاره چې تر څو به مرو
داسې بې باکه بـې اختياره چې تر څو به مرو

سمه ده شور نۀ کوؤ جنګ نۀ کوؤ ننګ نۀ کوؤ
ښه نــو تۀ اوايه اوښياره چې تر څو بـــه مرو

ښـــه نو تر کومې تماشې او جنـــــــــازې وکړو
تاســـــو ويستلې کومه لاره چې تر څو به مرو

ښه زۀ ماښام يم زما سترګې لۀ تيارو ډکې دي
ښۀ نو تـــــــه اوايـه سهاره چې تر څو به مرو

د کليمې پــــــۀ نوم  جوړ  شويا  رياسته زما
اے د ژونــــدو خلکو مزاره چې تر څو به مرو
   
حسينه غږ کول هــــــــم لويا غداري ده دلته
تۀ داسې مۀ وايــه غداره چې تر څو به مرو

Hussain Shah bajuar
Visite pashtuone.blogspot.com for more poetry

Leave a Reply

Thanks for comment. We will reply u shortly