ښاغلی نیازک خان
.
بې قراره به ویده شوو
بې له یاره به ویده شوو
.
لا خو شپه په سر پرته ده
په کلاره به ویده شوو
.
ما ته اوږد مزل پروت دی
ځو، په لاره به ویده شوو
.
ستا د ښار په پټپاتونو
ستا لپاره به ویده شوو
.
ساقي تريو تندی نيولی
بې خماره به ویده شوو
.
کوټه سري دې څوکۍ کړي
دا مالداره به ویده شوو
.
بې روزګاره ښار ته راشو
بې روزګاره به ویده شوو
.
هر شپه د زړه له درده
ناکلاره به ویده شوو
.
ستا منمه خو نیازکه
لږ بیداره به ویده شوو
.
.
Niazak Khan pashto poetry sms |